اسلام آباد ۔ 13 جولائي (اے پي پي) حکومت د سي پېك له مخې ټولې منصوبې په وخت د ترسره كولو عزم لري٬ د سي پېك په دوېم پړاٶ كښې صنعت ٬ كر كېله ٬ سماجي او د اقتصادي څانګو پرمختګ لپاره شريكه مرسته شامله ده٬ چين يو لوے اقتصادي طاقت جوړ شوے٬ د نړۍ په تجارت كښې د چين برخه د 4 كهربه ډالرو نه زياته ده٬ د پاك چين اقتصادي راهد??ري دوېم پړاٶ پېل كوٶ۔ د خالي په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار او د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د خبري كنفرنس په مهال وكړې ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د چين د خبريالانو د پلاوي په ګډون د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره د دوي هركلې وكړو ۔ مخدوم خسرو بختيار سي پېك سره تړلې د پاكستان په معاشي چارو خبرو اترو كښې ووئيل سي پېك د پاكستان او چين د قوي اړيكو ثبوت دے او اوسنې حكومت د سي پېك د روانو او د سباٶن منصوبو په وخت د تر سره كولو عزم لري۔ ده ووئيل مونږ د سي پېك ودې لپاره لائحه جوړٶ٬ حکومت د منصوبې په دوېم پړاو كښې د سي پېك بنياد پراخه كړې چې له مخې ئې د صنعت ٬ كركيلي ٬ معاشي او سماجي مرستې لوظنامې شوې دي او په دې لړ كښې جلا وركنګ ډله هم جوړه شوې۔ ده ووئيل چين يو لوے اقتصادي طاقت جوړ شوې٬ د نړۍ په تجارت كښې د چين برخه .24 كهربه ډالره ده او چين سره د صنعتي مرستې له مخې د سي پېك دوېم پړاٶ كښې د پاك چين آزاده تجارتې لوظنام?? به د هېواد معيشت ته د رامخې ته شوو چېنلجونو مخ نيوي لپاره مونږ سره يو لوے پلېټ فارم وي ٬ده ووئېل ځكه پرېكړه شوې چې د سي پېك ډهانچ?? به اپ ګرېډ كول او سي پېك اتهارټي به جوړلې شې چې ورسر?? به صلاحيت لرونكي بشري وسائل جدېد كړې شي دغسې چې د هدفونو سر كولو له مرسته تر لاسه شي٬ په دې لړ كښې به قانوني عمل زر بشپړ كړې شي۔ ده ووئيل د چين همڅنګ او د اېن ډي ار سي وائس چيېرمېن د اكتوبر په پائې كښې پاكستان ته راروان دې ٬ ده ووئېل په دې موقع به د مشتركه مرستې كونسل (جے سي سي) انمه غونډه كېږي۔ ده ووئيل سي پېك كښې صنعتي مرستې ته وده وركولو ته مونږ پام لرنه كوو چې ورسر?? به معاشي هدفونه ممكن كړې شي ٬ ده ووئېل د پاكستان او چين د بزنس كونسل جوړولو هم پرېكړه شوې او پاكستان د نوموړې كاروب??ري او صنعتي كسانو نامزدګۍ لپاره فهرست چين ته وركړې ۔ ده ووئيل د 900 كلوميټره نه زياته اوږده زمونږ سمندري غاړه پټۍ په معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لوبولې شي او مونږ دې ته په خاص توګه پاملرنه كوٶ٬ وفاقې وزير ووئېل د ګوادر پرمختګ لپار?? به جامع لائحه ډېر زر ستاسو په وړاندې كړو٬ د ګوادر ماسټر پلان له مخئ به ګوادر د نړۍ د سمارټ پورټ سټي په توګه رامخې ته شي او ګوادر به د نړۍ د ساحلي ښارونو په مقابل كښې يو بهتر ښار وي۔ د اېم اېل ون رېلوے په اړه وفاقي وزير خسرو بختيار ووئيل 70 كلن د رېلوے نظام خراب شوې او حكومت په معاسي ستونزو تر ډېره حده قابو موندلې او اوس د اېم اېل ون منصوبه كومه ??ې د 8.5 اربه ډالرو منصوبه ده ته پاملرنه كوي كومه ??ې به په درېو پړاٶنو كښې بشپړېږي۔ مخدوم خسرو بختيار ووئيل دا مهال زمونږ ټول پام د رېلوے اپ ګرېډ كولو ته ګرځولې شوې چې ورسر?? به د مسافرو او د فرېټ ګاډو رفتار زيات شي او د منطقې د هېوادونو ترمېنځه رابطو ته وده وركولو ل?? به مرسته ترلاسه سي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ بندرځايونو ت?? به تر مېنځني ختيز رسنه ترلاسه شي او په غوره توګ?? به د هېواد جغرافيې څخه استفاده وكړې شوو۔ مخدوم خسرو بختيار ووئيل چين به پاكستان كښې سماجي او معاشي پرمختګ لپاره په دريو كالو كښې يو ارب ډالره وركوي چې له مخې ئې څلور زره سولر يونټس هېواد ته راغلې او د صحت او تعليم پشمول نورې منصوب?? به هم بشپړولې شي۔(ګ ل
متعلقہ مضامین
-
SACM reviews progress on Lahore Development Program
-
لکی کیٹ آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: تفریح کا نیا مرکز
-
No honour in honour killing, says PM
-
Cleric denies invitation to IS militants by seminary
-
PIA plane meets accident at Karachi airport
-
Rs 860bn likely to be allocated to defence
-
Wanas market blown to bits as punishment for majors death
-
ANF seizes 15kg drugs, arrests 12 traffickers
-
MW Electronics کی سرکاری گیم ڈاؤن لوڈ
-
شیطان کی قسمت کا آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ کرنے کا طریقہ اور تفصیلات
-
گرین چلی پپرس آفیشل گیم ویب سائٹ کا تعارف اور خصوصیات
-
رولیٹی آفیشل ڈاؤن لوڈ: طریقہ کار اور اہم معلومات