اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د چين سنټرل ملټري كمېشن دوهم چي??رمېن جنرل ژانګ يوژيا د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ليدلې دي۔د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې جنرال ژانګ يوژيا د چوكۍ سنبهالولو نه پس د كوم بهرني هېواد دا وړومبۍ دوره ده۔وزيراعظم د هغه هركلي كولو سره هيله څرګنده ??ړه چې د چين سنټرل ملټري كمېشن دوهم چي??رمېن دورې سره به د پاكستان او چين ترمينځه د دفاع او امنيت پشمول ټولو ستراتېژېكي څانګو كښې ګڼ اړخيزه اړيكو سره سيمه كښې د امن او استحكام شريكو هدفونو ترلاسه كولو هڅو ته استحكام ترلاسه شي۔وزيراعظم د چين اولس مشر شي جن پنګ او د وزيراعظم لي كي كيانګ لپاره د نيكو هيلو پیغام وركړو او د چين قيادت له د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړھ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د چينائي اولس مشر شي جن پنګ پاكستان سيمه ايز امن او استحكام ستن ګرځولو هركلې كوي۔ده ووئيل د اولس مشر شي جن پنګ قيادت او وژن د تقليد وړ دي۔د چين اولس مشر بلېټ اينډ روډ پروژه به د پرمختګ او رابطو د لارې د سيمې تقدير بدل كړي۔ده هيله څرګنده ??ړه د پاكستان او چين ترمينځه د دفاع او امنيت پشمول ټولو ستراتېژېكي څانګو كښې ګڼ اړخيزه اړيكو سره سيمه كښې د امن او استحكام شريكو هدفونو ترلاسه كولو هڅو ته استحكام ترلاسه شي۔وزيراعظم د دې عزم پخلې وكړو حكومت د سي پیك پروژو زر تر زره بشپړولو له لوظي دے٬سي پیك به د سيمې تقدير بدل كړي۔د ملاقات په مهال د سيمې صورتحال او د پاكستان د امن هڅو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د چين د سنټرل ملټري كمېشن دوهم چي??رمېن جنرال ژانګ يوژيا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او سيمه ايز امن له د پاكستان قربانۍ وستائلې۔ده ووئيل د پاكستان اولس او ځواكونه چې كومې قربانۍ وركړي بايد په نړيواله كچه دئې اعتراف وكړې شي۔د دواړو ه??وادونو ترمينځه په دفاعي مرسته او پوځي اړيكو د اطمينان څرګندونې سره ده هيله څرګنده ??ړه چې د شنګهائي مرستې پشمول په بېلو نړيوالو فورمز به دا اړيكې او د دواړو ه??وادونو ترمينځه امنيتي مرسته لا ??ستحكمه شي
متعلقہ مضامین
-
Legal consultant to president hears grievances of petitioners
-
Lahore rallies behind armed forces in show of unity and defiance
-
میڈوسا آفیشل انٹرٹینمنٹ ایپ
-
Bounty Queen Official Entertainment App تفریح کا نیا انقلابی پلیٹ فارم
-
سلاٹ مشین: ایماندارانہ تفریح کا دروازہ
-
Despite threats, thousands join anti-polio campaign
-
Moderate heatwave likely to hit Karachi, warns Met office
-
Mamnoon urges Muslim states to promote science and technology
-
Terrorism clause included in Ayyan Ali case
-
Mamnoon stresses more trade within OIC countries
-
Starburst Entertainment Rasmi Dakhla
-
کاسینو تفریح کی سرکاری ویب سائٹ